کابل کې د ويلچر هنډبال معلولو ورزشکارانو ته د پوهاوي درې ورځنی سمينار پيل شو

org_admin
Wed, Nov 19 2025 9:12 AM
کابل کې د ويلچر هنډبال معلولو ورزشکارانو ته د پوهاوي درې ورځنی سمينار پيل شو

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست اړوند د هنډبال ملي فدراسيون له لوري د کابل ولايت څخه د پارا هنډبال ۲۰ ورزشکارانو ته د ويلچر هنډبال د پوهاوي درې ورځنی سمينار د پارا المپيک کميټې د غونډو په تالار کې پيل شو.

په دغه سمينار کې به د هنډبال ملي فدراسيون د مشر روزونکي احمد شاه عطايي او د دې فدراسيون د ځوانانو لوبډلې ټرينر استاد منير له لوري ګډونکونو لوبغاړو ته د ويلچر هنډبال لوبې د بېلابېلو قوانينو، اصولو او د لوبې د سيستم په اړه هر اړخيز معلومات تشريح شي.

د ويلو ده، چې ياد سمينار لوبغاړو ته د ويلچر هنډبال په اړه د لازيات پوهاوي په موخه، د هنډبال ملي فدراسيون رئیس هدايت الله کامه وال، د دې فدراسيون مسوولينو او ورزشکارانو په شتون کې پيل شو، چې درې ورځې به دوام وکړي.

Latest news

Mon, Aug 17 2026 5:49 PM
Background image

The Central Zone Water Polo Selection Competitions

The Central Zone Water Polo Selection Competitions, with the participation of 60 athletes from six provinces of the country, were launched in Kabul by the National Aquatics Sports. . .

Sun, Aug 16 2026 2:58 PM
Background image

in honor of the 24th of Asad,


At the sports festival organized by the Directorate General of Physical Education and General Sports in honor of the 24th of Asad, Afghanistan's Minister of Defense, Mullah Mohammad. . .

BACK TO NEWS