کندز؛ کلباد ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې
د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د کلباد ولسوالۍ په الچينو کلي کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ، چې يوه ورځ يې دوام وکړ د قطر بلاغ لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د دغو سياليو په پايلوبه کې قطر بلاغ لوبډلې خپلې سيالې الچينو لوبډلې ته د ۲ پر صفر گولونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې وگټله.
