کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې
د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د والیبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د خان زاخېل لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه کې خان زاخېل لوبډلې د ۲۵ پر ۱۷ نمرو په توپیر خپلې سیالې موج های آمو لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.
دا سیالۍ د ځوانانو لپاره د سالمې تفرېح برابرولو په موخه ترسره شوې، چې یوه شپه یې دوام وکړ.
