غزني؛ واغظ ولسوالۍ کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پيل شوې
د غزني ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په واغظ ولسوالۍ کې د یووالي جام په نوم د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د فوټبال ګروپي سیالۍ پيل شوې.
د دغو سیالیو لومړۍ لوبه د استقلال او ناني منصوري لوبډلو ترمنځ ۲/۲ مساوي پای ته ورسېده.
د یادو سیالیو موخه د فوټبال لوبو ته وده ورکول او د ځوانانو ترمنځ یووالی رامنځته کول دي، چې ۴۵ ورځې به دوام وکړي.
