غېږ نيونې نړيوالې ټولنې دوه غوره لوبغاړي اعلان کړل

Anonymous (not verified)
غېږ نيونې نړيوالې ټولنې دوه غوره لوبغاړي اعلان کړل

چهارشنبه، لېندۍ۱۷مه، ۱۴۰۰

نعیم پرهیز

ورزش سه، د غېږنیولو نړیوالې ټولنې له قوله ویلي؛ محمد رضا ګرايي په فرنګي او امیرحسین زارع په ازاده غېږ نيونه کې د یادې ټولنې له لوري د۲۰۲۱ کال غوره پرمختګ کوونکي لوبغاړي نومول شوي، په دې دواړو ازادې او فرنګي غېږنيونه کې د ایران استازو دا نومونه ګټلي.

۲۵ويشت کلن محمدرضا ګرايي له کوم نړیوال او المپیکي نوم پرته، په ۲۰۲۱ کې غوره لوبه وکړه او د توکیو د سرو زرو د المپیک او ناروې نړیوالو لوبو مډالونه يې خپل کړل.

۲۰کلن زارع د توکیو د المپیک د برونزو د مډال له ترلاسه کولو وروسته په ناروې کې د نړیوالو لوبو د ډلبندۍ سر ته راغی او د نړۍ او المپیک اتل طاها آکګل او درې ځله د نړیوال المپیک د برونزو مډال ګټونکي ګنو پتریاشويلي ته يې ماتې ورکړه.