د اروپا اتلولۍ لیګ د ګروپي مرحلې د لوبو پایلې

Anonymous (not verified)
د اروپا اتلولۍ لیګ د ګروپي مرحلې د لوبو پایلې

قاری زاده 

چهار شنبه، لېندۍ ۱۷مه، ۱۴۰۰

ریال ماډریډ 2 - 0 انټر; ریال ماډریډ وتوانید چې د مخکښ ټیم په توګه حذفی پړاو ته لار ومومي.

په داسې یوه شپه کې چې انټر د ګول وهلو ښه چانس درلود، دوی له ریال ماډریډ څخه په دوه ګولونو ماتې ومنله چې د یوې لسیزې وروسته د دوهم ټیم په توګه بل پړاو ته لار پیدا کړي.

د ریال ماډریډ لپاره په دې لوبه کې ټوني کروس او مارکو اسینسیو ګول وهنه ترسره کړه.

له بلې خوا، د دې سیالیو په بله لوبه کې، د پاریس سنټ جرمن ټیم د 4 ګولونو سره بروژ لوبډلې ته ماتې ورکړه.

په دې لوبه کې د فرانسې لوبډلې لپاره امپاپه او لیونل میسي دوه ګولونه ووهل او د بروژ لپاره راتس ګول وواهه.

د چمپینز لیګ د دې پړاو په بله لوبه کې لیپزیګ ، منچسټر سیټي ته ۲-۱ ماته ورکړه.

لیپزیګ تیره شپه د چمپینز لیګ د ګروپ مرحلې په وروستۍ اونۍ کې د کوربه منچسټر سیټي و ، چې دا لوبه 2-1 د لیپزیګ په بریا پای ته ورسید.

په دې لوبه کې د لایپزیګ د لوبډلې لپاره ډومینیک سبوسلای او اندرې سلوا او د منچسټر سیټي لوبډلې لپاره ریاض مهرز ګول وواهه.