د فوټسال ملي لوبډلې د اسلامي همغږۍ سیالیو کې تاجکستان ته ماته ورکړه

org2_admin
Tue, Nov 04 2025 11:06 PM
د فوټسال ملي لوبډلې د اسلامي همغږۍ سیالیو کې تاجکستان ته ماته ورکړه

د فوټسال ملي لوبډلې د اسلامي همغږۍ شپږم پړاو سیالیو په خپله لومړۍ لوبه کې تاجکستان ته د ۹ - ۵ ګولونو په ستر توپیر ماته ورکړه.

افغان ملي لوبډله به خپله دویمه لوبه کې راتلونکې پنجشنبه(د لړم ۱۵مه) د کابل پر مهال مازیګر درې بجې له ایران سره د سیالۍ ډګر ته ښکته شي.

د فوټسال سیالۍ د ۸ هېوادنو ترمنځ په دوه ګروپونو کې ترسره کېږي، چې افغانستان به B ګروپ کې له تاجکستان، ایران او مراکش سره سیالۍ وکړي.

د اسلامي همغږۍ شپږم پړاو سیالۍ په ۲۳ ورزشي رشتو کې د سعودي عربستان په کوربه‌توب په پلازمېنه ریاض ښار کې د ۵۷ اسلامي هېوادونو په ګدون نن( د نومبر ۴مه) پیل شوي او تر ۲۱مې نېټې به دوام وکړي.

Latest news

Mon, Aug 17 2026 5:49 PM
Background image

The Central Zone Water Polo Selection Competitions

The Central Zone Water Polo Selection Competitions, with the participation of 60 athletes from six provinces of the country, were launched in Kabul by the National Aquatics Sports. . .

Sun, Aug 16 2026 2:58 PM
Background image

in honor of the 24th of Asad,


At the sports festival organized by the Directorate General of Physical Education and General Sports in honor of the 24th of Asad, Afghanistan's Minister of Defense, Mullah Mohammad. . .

BACK TO NEWS