مارکا؛ انجلوټي د یو بل ګام په لور!

مارکا ورزشي ویبپاڼه وايي مشهور مربي کارلو انجلوټي د یو بل پرمختګ په لوري ښايي ګام واخلي.
د سرچينې په وینا که انجلوټي د ریال ماډریډ سره لا لیګا وګټي، نو هغه به په تاریخ کې لومړی روزونکی وي چې د اروپا پنځه لویو لیګونو جام يې ګټلی وي.
ښاغلي انجلوټي تر دې وړاندې په ٢٠٠٤م، اث میلان ، د ایتالیا لیګ ٢٠٠٩م، چلسی ، د جزیره لیګ ٢٠١٣ ، پاریس ، د فرانسې لیګ او په ٢٠١٧ م کې د بایرن مونیخ د آلمان لیګ هم ګټلي و.
دا یوه احتمالي تبصره برېښي، خو د نوموړي شته امتیازونو ته په کتو د ګټلو چانس يې ډېر ښکارېږي.