دایکندي؛ شهرستان ولسوالۍ کې د ۲۱ ورزشکارنو ترمنځ د ځغاستې سیالۍ وشوې
د دایکندي ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د اتلتیک ملي فدارسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په شهرستان ولسوالۍ کې د ۲۱ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سیالۍ وشوې، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.
د دغو سیالیو په پایله کې الیاس د زیاتو امتیازونو په ترلاسه کولو سره لومړی او مرتضی بیا دویم مقام خپل کړ.
د یادو سیالیو موخه د ورزشکارنو ترمنځ یووالی رامنځته کول او د ځغاستې ورزش رواجول و؛ د سیالیو په پای کې غوره ورزشکارنو ته ستاینلیکونه ورکړل شول.
