بلخ؛ نهر شاهي ولسوالۍ کې د ۹۰ کورشکارنو ترمنځ د کورش سیالۍ وشوې
د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د کورش ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت د نهر شاهي ولسوالۍ په سیاګرد کلي کې د ۹۰ کورشکارانو ترمنځ د کورش سیالۍ وشوې.
د دغو سیالیو په پایله کې د ۱۰ جوړو لوبې مساوي او ۳۵ کورشکارانو خپلو سیالانو ته په ماتې ورکولو سره بریاوې خپلې کړې او د ډالیو ګټونکي شول.
د یادو سیالیو موخه د کورش ورزش ته وده ورکول او د ځوانانو ترمنځ یووالی رامنځته کول و، چې یوه شپه یې دوام وکړ.
