کندز؛ خان اباد ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پای ته ورسېدې
د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په خان اباد ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پای ته ورسېدې.
د دغو سیالیو په پایلوبه کې عقابان لوبډلې خپلې سیالې جوانان کلینیک لوبډلې ته د ۴/۲ ګولونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.
د یادو سیالیو موخه د فوټسال لوبو ته وده ورکول او د ځوانانو ترمنځ یووالی رامنځته کول و، چې یوه اوونۍ یې دوام وکړ.
