د والیبال ملي لوبډلې د مرکزي اسيا سیالیو خپله درېيمه لوبه ترکمنستان ته بايلوده

org2_admin
Sat, Oct 25 2025 9:47 AM
د والیبال ملي لوبډلې د مرکزي اسيا سیالیو خپله درېيمه لوبه ترکمنستان ته بايلوده

د افغانستان والیبال ملي لوبډلې د مرکزي اسيا اتلولي سیالیو کې خپله درېيمه لوبه ترکمنستان ته د ۳ – ۱ میدانونو په توپیر بيلوده.

له دغو سياليو څخه په تېرو دوه لوبو کې افغان ملي لوبډلې له سريلانکا څخه د ۲ - ۳ ميدانونو په توپير ماته منلې او مالديف ته يې د ۳ - ۰ ميدانونو په توپير ماته ورکړې ده.

افغان لوبډله به خپله څلورمه لوبه کې د روانې ميلادي مياشتې پر ۲۶مه د نيپال هېواد والیبال ملي لوبډلې پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته ښکته شي.

د ویلو ده، چې یادې سیالۍ د بنګلادېش هېواد په کوربه‌توب د دې هېواد په پلازمېنه ډاکه ښار کې د شپږ هېوادونو په ګډون د روانې اکتوبر مياشتې پر ۲۲مه نېټه پیل شوي، چې د همدې مياشتې تر ۳۰مې نېټې به دوام وکړي.

Latest news

Mon, Aug 17 2026 5:49 PM
Background image

The Central Zone Water Polo Selection Competitions

The Central Zone Water Polo Selection Competitions, with the participation of 60 athletes from six provinces of the country, were launched in Kabul by the National Aquatics Sports. . .

Sun, Aug 16 2026 2:58 PM
Background image

in honor of the 24th of Asad,


At the sports festival organized by the Directorate General of Physical Education and General Sports in honor of the 24th of Asad, Afghanistan's Minister of Defense, Mullah Mohammad. . .

BACK TO NEWS