ننګرهار؛ کوټ ولسوالۍ کې د ٢٠ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په کوټ ولسوالۍ کې د ٢٠ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې.
د یادو سیالیو لومړۍ لوبه د طاووس خېلو او حیدر خاني سټارز ترمنځ ترسره شوه. د لوبې پچه طاووس خېلو لوبډلې وګټله او لومړی یې توپ وهنه وکړه. چې په ټاکلو نهو اورونو کې یې د څلور ویکټو په زیان خپلې سیالې لوبډلې ته د ١٦٣ منډو هدف وټاکه. حیدرخاني سټارز لوبډلې د هدف په تعقیب کې د شپږو ویکټو په زیان ١٣٥ منډې وکړې او د ٢٧ منډو په توپیر یې لوبه وبایلله.
دا سیالۍ د ځوانانو ترمنځ د یووالي په موخه پیل شوي دي، چې ١٥ ورځې به دوام وکړي.