بدخشان؛ بهارک ولسوالۍ کې د ۶۰ چاپندازانو ترمنځ د وزلوبې سیالۍ پای ته ورسېدې
د بدخشان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د وزلوبې، نېزه وهنې او دودیزو لوبو ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په بهارک ولسوالۍ کې د ۶۰ چاپندازانو ترمنځ د وزلوبې سیالۍ پای ته ورسېدې.
په دغو سیالیو کې جیحون او بصیر بابا عاشور پهلوانان تر نورو ښه وځلېدل، خوسی یې تر ټاکلې دایرې ورسوه او د ډالیو ګټونکي شول.
د یادو سیالیو موخه د وزلوبې ورزش ته وده ورکول او د وزلوبې مني موسم سیالیو ته د چاپندازانو لا ښه چمتوالی و، چې درې ورځې یې دوام وکړ.
