کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ وشوې

د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په امام صاحب ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ وشوې.
په دغو سياليو کې پر امام صاحب ولسوالۍ سربيره د قلعه زال ولسوالۍ څخه هم لوبډلو گډون کړی وو، چې په پايلوبه کې موج های آمو لوبډلې خپلې سيالې قلعه زال ځوانانو لوبډلې ته د ۳۱ پر ۲۳ امتيازونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې وگټله.
د يادو سياليو موخه د ورزش ته د ځوانانو هڅول او د يادې ولسوالۍ وگړو لپاره د سالمې تفريح برابرول وو، چې يوه شپه يې دوام وکړ.