ننګرهار؛ مرکز جلال آباد ښار کې د ۶۰ ورزشکارانو ترمنځ د تکواندو سیالۍ ترسره شوې
د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د تکواندو فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت مرکز جلال آباد ښار کې د ۶۰ ورزشکارانو ترمنځ د تکواندو سیالۍ ترسره شوې.
دا سیالۍ د نویو ځوانانو، ځوانانو او لویانو ورزشکارانو په عمري کټګوریو کې ترسره شوې، چې په پایله کې یې ۳۰ تنو خپلو سیالانو ته په ماتې ورکولو سره بریاوې خپلې کړې.
دا سیالۍ ورزش ته د ځوانانو د هڅولو په موخه ترسره شوې، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.
