عثمانوف د تورې وهنې نړیوال فدراسیون د رییس په توګه وټاکل شو. Afzal-af https://gdpes.gov.af/en/node/1478 عثمانوف د څلورم ځل لپاره د تورې وهنې د نړیوال فدراسیون مشر شو. د تورې وهنې د نړیوال فدراسیون ټاکنې د سویس په لوزان ښار کې د المپیک د نړیوالې کمېټې د مشر توماس باخ په حضور کې ترسره شوې او د څلورم ځل لپاره د روسیې علیشر عثمانوف د تورې وهنې د نړیوال فدراسیون مشر وټاکل شو د یادونې وړ ده چې ښاغلی عثمانوف له ۲۰۰۸ کال راهیسې د دغه فدراسیون مشر دی. هغه د ټاکنو وروسته وويل: "زه وياړم چې د نړۍ د تورې وهنې نړيوال فدراسيون په ملاتړ بيا وټاکل شوم د نړیوال ورزش په توګه تورې وهنې فدراسیون له هر وخت څخه ډیر پیاوړي دي.