د پهلوانۍ افغان ورزشکارانو د پهلوانۍ په نړیوالو سياليو کې څلور د سرو زرو او دوه د سپينو زرو مډالونه وګټل

org2_admin
Sat, Oct 11 2025 9:29 AM
د پهلوانۍ افغان ورزشکارانو د پهلوانۍ په نړیوالو سياليو کې څلور د سرو زرو او دوه د سپينو زرو مډالونه وګټل

د پهلوانۍ افغان ورزشکارانو د `محمد ابراهيم مصطفی`په نوم د پهلوانۍ ۳۶م پړاو نړیوالو سياليو کې د ځوانانو  له کټګورۍ څخه په انفرادي  برخه کې څلور د سرو زرو او دوه د سپينو زرو مډالونه وګټل او په ټيمي برخه کې د لومړي مقام ګټونکی شول.

له دغو سياليو څخه ياسر رحماني په ۵۷ کيلو ګرامه، راشد ملک زاده په ۶۵ کيلو ګرامه، کريم دراني په ۷۹کيلو ګرامه او ميثم شاقل په ۱۲۵ کيلو ګرامه وزنونو کې د سرو زرو مډالونه وګټل.

همدا رنګه فرزاد چيله‌باغي په ۵۷ کيلو ګرامه او ساحل سلطاني په ۷۴ کيلو ګرامه وزن کې د سپينو زرو مډالونه وګټل.

د ويلو ده، چې يادې سيالۍ د ۱۱ هېوادونو په ګډون د مصر هېواد په اسکندریه ښار کې د روانې ميلادي مياشتې پر ۹مه پيل شوې او تر ۱۸مې نېټې به دوام وکړي

Latest news

Mon, Aug 17 2026 5:49 PM
Background image

The Central Zone Water Polo Selection Competitions

The Central Zone Water Polo Selection Competitions, with the participation of 60 athletes from six provinces of the country, were launched in Kabul by the National Aquatics Sports. . .

Sun, Aug 16 2026 2:58 PM
Background image

in honor of the 24th of Asad,


At the sports festival organized by the Directorate General of Physical Education and General Sports in honor of the 24th of Asad, Afghanistan's Minister of Defense, Mullah Mohammad. . .

BACK TO NEWS