کابل کې د ۱۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د سنتي تکواندو نهم پړاو ملي ټاکنیزې سیالۍ پيل شوې

org_admin
Mon, Oct 06 2025 5:37 PM
کابل کې د ۱۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د سنتي تکواندو نهم پړاو ملي ټاکنیزې سیالۍ پيل شوې

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست اړوند د تکواندو ملي فدراسیون له لوري د یاد ریاست په ۵۰۰ کسیز جمنازیوم کې د هېواد له ۱۱ ولایتونو څخه د ۱۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د سنتي تکواندو نهم پړاو ملي ټاکنیزې سیالۍ پيل شوې.

دغه سیالۍ به د تنکیو ځوانانو، نویو ځوانانو او د ځوانانو ورزشکارانو په عمري کټګوریو کې ترسره شي، چې په پایله کې به ۳۰ ورزشکاران د سنتي تکواندو ملي لوبډلې ته وټاکل شي.

د دغو سیالیو په پرانیستغونډه کې د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست فني او مسلکي مرستیال حافظ احمد جان ځدارڼ، د یاد ریاست د نشراتو رئیس اتل مشواڼي، د اسیا او د افغانستان د سنتي تکواندو ملي فدراسیون رئیس ګلاجان وفا او د مرکز او ولایتونو ورزشکارانو ګډون کړی وو.

په دغو مراسمو کې ښاغلي احمد جان ځدراڼ د ملي لوبډلو ټاکنیزو سیالیو د ترسراوي په اهمیت ټینګار وکړ او د ورزش ادارې د وروستیو کلونو کې د لاسته راوړنو په زیاتېدو خبر ورکړ او هیله یې څرګنده کړه، چې د ورزش او د ورزشکارانو کچه به ورځ تر بلې نوره هم لوړه شي.

همدارنګه نوموړي له ورزشکارانو سره د ورزش ادارې د رهبري لوري د همېشنۍ مرستې او ملاتړ ډاډ ورکړه.

د یادو سیالیو موخه د سنتي تکواندو ملي لوبډلې ته د غوره ورزشکارانو ټاکل دي.

Latest news

Mon, Aug 17 2026 5:49 PM
Background image

The Central Zone Water Polo Selection Competitions

The Central Zone Water Polo Selection Competitions, with the participation of 60 athletes from six provinces of the country, were launched in Kabul by the National Aquatics Sports. . .

Sun, Aug 16 2026 2:58 PM
Background image

in honor of the 24th of Asad,


At the sports festival organized by the Directorate General of Physical Education and General Sports in honor of the 24th of Asad, Afghanistan's Minister of Defense, Mullah Mohammad. . .

BACK TO NEWS