ننګرهار؛ مرکز جلال آباد ښار کې د ٤٠ ورزشکارانو ترمنځ د سوک وهنې سیالۍ ترسره شوې
د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د سوک وهنې فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت مرکز جلال آباد ښار په اوومه ناحیه کې د ٤٠ ورزشکارانو ترمنځ د سوک وهنې سیالۍ ترسره شوې.
دغه سيالۍ د نویو ځوانانو، ځوانانو او لويانو ورزشکارانو په عمري کټګوریو کې ترسره شوې، چې په پای کې ٢٠ تنو خپلو سیالانو ته په ماتې ورکولو بریاوې خپلې کړې.
دا سیالۍ ورزش ته د ځوانانو د هڅولو په موخه ترسره شوې، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.
