کاپیسا کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د لاس چپه کولو سیالۍ وشوې

د کاپیسا ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت له لوري د یاد ولایت له مرکز او د حصه اول ولسوالۍ له کلیو د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د لاس چپه کولو سیالۍ وشوې، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.
د دغو سیالیو په پایله کې قاضي نسیم لومړی، فیصل دویم او قا.ري رایز بیا درېیم مقام خپل کړ.
د یادو سیالیو موخه ورزش ته د ځوانانو هڅول او سیمه ییزو لوبو ته وده ورکول و.