ارزګان؛ مرکز ترینکوټ ښار کې د ۱۱ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پيل شوې
د ارزګان ولایت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز ترينکوټ ښار کې د ۱۱ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پيل شوې.
د دغو سياليو په لومړۍ لوبه کې سرحدي لوبډلې د ٢ پر صفر میدانونو په توپیر خپلې سیالې عزیزي لوبډلې ته ماتې ورکړه او لومړۍ بريايې خپله کړه.
دا سیالۍ والیبال ورزش ته د ځوانانو د هڅولو په موخه پیل شوي دي، چې ١۵ ورځې به دوام وکړي.
د يادو سياليو موخه د واليبال ورزش ته د ځوانانو هڅول دي، چې ۱۵ ورځې به دوام وکړی.
