میدان وردګ؛ مرکز میدان ښار کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د میدان وردګ ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د والیبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت مرکز میدان ښار په مبارز اکاډمي کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د مبارز اتلانو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د دغو سیالیو په پایلوبه کې مبارز اتلانو لوبډلې د ۲ پر یو میدانونو په توپیر خپلې سیالې مبارز ستوري لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.
یادې سیالۍ د والیبال په برخه کې د غوره استعدادونو د موندلو په موخه ترسره شوې، چې دوې ورځې یې دوام وکړ.