پروان؛ بګرام ولسوالۍ کې د ٢٠ ورزشکارانو ترمنځ د لاس چپه کولو سیالۍ ترسره شوې
د پروان ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د ملي او دودیزو لوبو د مدیریت له لوري د ياد ولايت په بګرام ولسوالۍ کې د ٢٠ ورزشکارانو ترمنځ د لاس چپه کولو سیالۍ ترسره شوې.
د دغو سیالیو په پایله کې قیس لومړی او عتیق دویم مقام خپل کړ.
دا سیالۍ ملي او دودیزو لوبو ته د ودې ورکولو په موخه ترسره شوې، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.
