دایکندي؛ کیتي ولسوالۍ کې د ۱۱ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پيل شوې

د دایکندي ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د والیبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په کیتي ولسوالۍ کې د ۱۱ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پيل شوې.
د دغو سیالیو په لومړۍ لوبه کې فرای کیتي لوبډلې خپلې سیالې انصار المهدي لوبډلې ته د ۳/۱ میدانونو په توپير ماتې ورکړه او لومړۍ بریا یې خپله کړه.
د یادو سیالیو موخه د والیبال لوبو ته وده ورکول او له نشه یي توکو څخه د ځوانانو لېري والی دی، چې درې اوونۍ به دوام وکړي.