ننګرهار کې د اوو ولایتونو ترمنځ د سوک وهنې سیالۍ ترسره شوې
د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د سوک وهنې فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز جلال آباد ښار کې له اوو ولایتونو د ۸۲ ورزشکارانو ترمنځ د سوک وهنې سیالۍ ترسره شوې.
په دغو سیالیو کې له ننګرهار، پنجشیر، کاپیسا، پروان، لغمان، کنړ او نورستان ولایتونو څخه د نویو ځوانانو، ځوانانو او لویانو ورزشکارانو په عمري کټګوریو کې ورزشکارانو ګډون کړی و، چې په پایله کې یې ۴۱ تنو خپلو سیالانو ته په ماتې ورکولو سره بریاوې خپلې کړې.
دا سیالۍ د ورزشکارانو د فزیکي وړتیا لوړولو په موخه ترسره شوې، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.
