غور؛ شهرک ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پيل شوې

د غور ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په شهرک ولسوالۍ کې د یووالي جام په نوم د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پيل شوې.
د دغو سیالیو په لومړۍ لوبه کې ستاره ګان اف سي لوبډلې خپلې سیالې خزان شهرک لوبډلې ته د ۲/۰ ګولونو په توپير ماتې ورکړه او لومړۍ بریا یې خپله کړه.
د یادو سیالیو موخه په شهرک ولسوالۍ کې د فوټبال لوبو ته وده ورکول دي.