خوست کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال الف ليگ سيالۍ پای ته ورسېدې

د خوست ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت مرکز کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال الف ليگ سيالۍ، چې ۱۵ ورځې مخکې پيل شوې وې پای ته ورسېدې.
د دغو سياليو په پايله کې له الف گروپ څخه چينې بريال کلب او له ب گروپ څخه بيا کلوب اتلانو کلب د فوټبال غوره ليگ ته لار پېدا کړه او همدارنگه حېدر کلب او کجيري کلي نور کلب لوبډلو ب ليگ ته شاتگ وکړ.
د يادونې وړ ده، چې د دغو سياليو په وروستۍ لوبه کې چينې بريال کلب لوبډلې خپلې سيالې کجيري کلي نور کلب لوبډلې ته د ۲ پر ۱ گولونو په توپير ماتې ورکړه.