زابل؛ شاجوی ولسوالۍ کې د ۱۸ ورزشکارانو ترمنځ د کراټې سیالۍ وشوې

د زابل ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د کراټې فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په شاجوی ولسوالۍ کې له دوو کلبونو د ۱۸ ورزشکارانو ترمنځ د کراټې سیالۍ وشوې.
دغه سيالۍ، چې د موسی خان او شېر خان کلبونو ترمنځ وشوې، په پايله کې د موسی خان کلب ورزشکارانو په بريا پای ته ورسېدې.
د يادو سياليو موخه په شاجوی ولسوالۍ کې د کلبونو ترمنځ همغږي رامنځته کول و، چې يوه ورځ يې دوام وکړ.