پکتیکا؛ ارگون ولسوالۍ کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
Sat, Sep 13 2025 5:43 PM
پکتیکا؛ ارگون ولسوالۍ کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پای ته ورسېدې

د پکتيکا ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په ارگون ولسوالۍ کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ، چې ۱۷ ورځې مخکې پيل شوې وې د هاشم آباد لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سياليو پايلوبه د هاشم آباد او عادل کلب لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې پچه عادل کلب لوبډلې وگټله او لومړی يې د توپ وهنې پرېکړه وکړه، چې په ټاکلو لسو اورونو کې يې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو سره خپلې سيالې لوبډلې ته د ۱۰۱ منډو هدف وټاکه، په مقابل کې هاشم آباد لوبډلې ياد هدف په نهم اور کې ترلاسه کړ او سيالي يې د پنځو ویکټو په توپير وگټله.

د يادو سياليو موخه د ټېپ بال کرېکټ لوبې ته وده ورکول او د ځوانانو لپاره د سالمې تفريح برابرول وو.

Latest news

Mon, Aug 17 2026 5:49 PM
Background image

The Central Zone Water Polo Selection Competitions

The Central Zone Water Polo Selection Competitions, with the participation of 60 athletes from six provinces of the country, were launched in Kabul by the National Aquatics Sports. . .

Sun, Aug 16 2026 2:58 PM
Background image

in honor of the 24th of Asad,


At the sports festival organized by the Directorate General of Physical Education and General Sports in honor of the 24th of Asad, Afghanistan's Minister of Defense, Mullah Mohammad. . .

BACK TO NEWS