بامیانو کې د ۱۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د کیک بکسینګ سیالۍ ترسره شوې

د بامیانو ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د کیک بکسینګ ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز ښار کې د ۱۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د کیک بکسینګ سیالۍ ترسره شوې.
په دغو سیالیو کې د کابل، غزني او بامیانو ولایتونو ورزشکارانو ګډون کړی وو، چې په پایله کې بامیانو ولایت لومړی، کابل دویم او غزني ولایت ورزشکارانو بیا درېیم مقام خپل کړ.
د یادو سیالیو موخه د کیک بکسینګ ورزش ته وده ورکول او د ځوانانو ترمنځ یووالی رامنځته کول و، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.