د المپیک نړیوالې کمېټې (IOC) او د اسیایي المپیک شورا (AOC) ژمنه وکړه چې د افغان لوبغاړو او روزونکو لپاره به د روزنې زمینه برابره کوي.

Anonymous (not verified)
Sat, Nov 20 2021 11:10 AM
د المپیک نړیوالې کمېټې (IOC) او د اسیایي المپیک شورا (AOC) ژمنه وکړه چې د افغان لوبغاړو او روزونکو لپاره به د روزنې زمینه برابره کوي.

د المپیک نړیوالې کمېټې (IOC) او د اسیایي المپیک شورا (AOC) ژمنه وکړه چې د افغان لوبغاړو او روزونکو لپاره به د روزنې زمینه برابره کوي.

په همدې تړاو برابره شوې غونډه کې د افغانستان د المپیک ملي کمېټې او ورزش سرپرست انجنیر نظر محمد مطمين او ورسره مل پلاوي د المپیک نړیوالې شورا مرستیال او په قطر کې د اسیایي المپیک شورا مرستیال سره لیدنه ترسره کړه.

همدغه راز په دې کتنه کې د المپيک نړيوال سازمان مسوولينو له افغان المپيک سره د همکاريو پر دوام ټينګار وکړ او ويې ويل چې د افغان ورزشکارانو لپاره به د ورزشي وسايل برابر کړي.

د افغانستان د المپيک ملي کمېټې او روزش سرپرست افغان ورزش په اړه د المپيک نړيوال سازمان او اسيايي المپيک د مسوولينو د دې اقدام هرکلى وکړ او له قطري المپيک څخه يې هم مننه وکړه چې د دغو غونډو لپاره يې زمينه برابره کړې ده.

له بلې خوا د المپیک نړیواله کمېټه په پام کې لري چې یو باصلاحیته استازی افغانستان ته واستوي چې د ورزش وضعیت او د ورزشي برنامو حالت وڅېړي.

د يادونې وړ ده، چې په تېرو درېيو مياشتو کې د هېواد د بېلابېلو ورزشي رشتو ورزشکارانو د افغانستان لپاره د پاکستان او ترکيې له سياليو څخه ښې پايلې ترلاسه کړې دي.

Latest news

Thu, Apr 17 2025 12:19 PM
Background image

A marathon race held among 17 Foreign Tourists in Kabul

A marathon competition was held at Kabul’s Ghazi Stadium among 17 tourists from eight foreign countries. The event was organized by the General Directorate of Physical Education and. . .

Sat, Dec 28 2024 9:29 AM
Background image

Blind Cricket Team chairman met with the Deputy Head of the Country’s Sports Department

‏In this meeting which was held in the deputy office,the deputy Hafiz Ahmad Jan Zadran praised the recent achievements of the national blind cricket team and emphasized that the sports. . .

Wed, Dec 25 2024 2:07 PM
Background image

The Team of the National power lifting Federation Departs for Qatar cup

A three-member team of the country's National power lifting Federation, with the support of the National Federation of this sport and in cooperation with the General Directorate of the. . .

BACK TO NEWS