بلخ؛ مرکز مزارشریف ښار کې د ١٦ لوبډلو ترمنځ د والیبال ټاکنيزې سیالۍ پیل شوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د والیبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت مرکز مزارشريف ښار کې د ١٦ لوبډلو ترمنځ د والیبال ټاکنيزې سیالۍ پیل شوې.
د دغو سیالیو په لومړی لوبه کې جوړه رئیس لوبډلې د ٣ پر صفر میدانونو په توپیر خپلې سیالې شولګرې ولسوالۍ لوبډلې ته ماتې ورکړه او د سیالیو لومړۍ بریا یې خپله کړه.
دا سیالۍ د بلخ ولایت د والیبال ټاکنيزې لوبډلې ته د غوره لوبغاړو ټاکلو په موخه پیل شوي دي، چې ١٥ ورځې به دوام وکړي.