غور کې د طبعي چمن جمنازیوم په پرانیستلو سره د فوټسال لومړی درجه لیګ سیالۍ پيل شوې

د غور ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز فیروز کوه ښار کې د طبعي چمن جمنازیوم په پرانیستلو سره د فوټسال لومړی درجه لیګ سیالۍ پيل شوې.
په دغو سیالیو کې له مرکز او ولسوالیو ۱۲ لوبډلو ګډون کړي وو، چې په لومړۍ لوبه کې فولاد منتخبې لوبډلې د ۷/۵ ګولونو په توپير بریا خپله کړه.
د یادو سیالیو موخه د فوټسال طبعي چمن ورزشي جمنازیوم پرانیستل او د لوبغاړو ترمنځ یووالی رامنځته کول دي.