بامیان کې د ۱۴ کلنو کم عمره فوټبال لیګ سیالۍ د امید سبز لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

org_admin
Mon, Sep 08 2025 10:22 PM
بامیان کې د ۱۴ کلنو کم عمره فوټبال لیګ سیالۍ د امید سبز لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

د بامیان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري په یاد ولایت کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د ۱۴ کلنو کم عمره فوټبال لیګ سیالۍ، چې یوه اوونۍ مخکې پیل شوې وې د امید سبز لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سیالیو په پایلوبه کې امید سبز لوبډلې خپلې سیالې عقابان غلغله لوبډلې ته د ۳/۲ ګولونو په توپیر ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.

د یادو سیالیو موخه دغوره لوبډلې موندل، د فوټبال لوبو ته وده ورکول او ورزش ته د ځوانانو هڅول و؛ د سیالیو په پای کې غوره لوبډلې او لوبغاړو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.

Latest news

Mon, Aug 17 2026 5:49 PM
Background image

The Central Zone Water Polo Selection Competitions

The Central Zone Water Polo Selection Competitions, with the participation of 60 athletes from six provinces of the country, were launched in Kabul by the National Aquatics Sports. . .

Sun, Aug 16 2026 2:58 PM
Background image

in honor of the 24th of Asad,


At the sports festival organized by the Directorate General of Physical Education and General Sports in honor of the 24th of Asad, Afghanistan's Minister of Defense, Mullah Mohammad. . .

BACK TO NEWS