پکتیکا؛ مرکز ښرنه کې د درېیوو لوبډلو ترمنځ د نیزه وهنې سیالۍ ترسره شوې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د وزلوبې،نيزه وهنې، ملي او دودیزو لوبو فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت مرکز ښرنې ښار کې د درېیوو لوبډلو ترمنځ د نیزه وهنې سیالۍ د اتفاق یاران لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د دغو سیالیو په پای کې اتفاق یاران لوبډلې لومړی او اتفاق نیزه بازي لوبډلې دویم مقام خپل کړ.
دا سیالۍ ملي او دودیزو لوبوته د ودې ورکولو په موخه ترسره شوې، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.