ننګرهار؛ چپرهار ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

org_admin
Sat, Aug 30 2025 7:16 AM
ننګرهار؛ چپرهار ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په چپرهار ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه د افسر خان ښوونیز مرکز او عصمت زهیر لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې پچه عصمت زهیر لوبډلې وګټله او لومړی یې توپ وهنه وکړه، چې په ټاکلو لسو اورونو کې یې د پنځو ویکټو په زیان خپلې سیالې لوبډلې ته د ١٥٣ منډو هدف وټاکه. افسران ښوونیز مرکز لوبډلې د هدف په تعقیب کې د شپږو ویکټو په زیان ١٤٣ منډې وکړې او د ٩ منډو په توپیر یې لوبه وبایلله.

دا سیالۍ د ځوانانو لپاره د سالمې بوختیا په موخه پیل شوي دي، چې یوه میاشت به دوام وکړي.

Latest news

Mon, Aug 17 2026 5:49 PM
Background image

The Central Zone Water Polo Selection Competitions

The Central Zone Water Polo Selection Competitions, with the participation of 60 athletes from six provinces of the country, were launched in Kabul by the National Aquatics Sports. . .

Sun, Aug 16 2026 2:58 PM
Background image

in honor of the 24th of Asad,


At the sports festival organized by the Directorate General of Physical Education and General Sports in honor of the 24th of Asad, Afghanistan's Minister of Defense, Mullah Mohammad. . .

BACK TO NEWS