پکتیکا؛ مرکز ښرنه کې د ۱۱ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې
د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت مرکز ښرنه کې د ۱۱ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې.
د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې حاجو سرې کلاوال لوبډلې د ۴ پر یو ګول په توپیر خپلې سیالې مدتخېلو لوبډلې ته ماتې ورکړه او د سیالیو لومړۍ بریا یې خپله کړه.
دا سیالۍ له نشه يي توکو څخه د ځوانانو د لرې والي په موخه پیل شوي دي، چې دوې اوونۍ به دوام وکړي.
