غزني کې د دیار سنایي غرختنې لوبډله د خوګیاڼو غرونو لوړې څوکې ته وختله

د غزني ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د غرختنې ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري په خوګیاڼو ولسوالۍ کې د دیار سنایي غرختنې ۱۴ کسېزه لوبډله د خوګیاڼو او جغتو ولسوالیو غرونو لوړو څوکو ته وختله.
یاده لوبډله د ۳۰۰۰ متري په واټن لوړې څوکې ته وختله، چې موخه یې د ورزشکارانو جسمي ظرفیت لوړول او د غرختنې ورزش دودول و، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.