کابل؛ د هېواد ورزش ادارې رهبرۍ د فوټبال د ډګر با استعداده ستوری سيزر هاروني وستايه

org2_admin
Mon, Aug 25 2025 3:15 PM
کابل؛ د هېواد ورزش ادارې رهبرۍ د فوټبال د ډګر با استعداده ستوری سيزر هاروني وستايه

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست رهبرۍ د فاریاب ولایت د فوټبال با استعداده ستوری سيزر هاروني، چې څو ورځې وړاندې يې په ټولنيزو رسنيو کې ويډيو ډېره لاس په لاس شوه، وليدل او د هغه استعداد يې وستايه.

په دغه ليدنه کې، چې د هېواد ورزش ادارې عمومي رئيس مولوي احمدالله وثيق، سربېره د دې ادارې فني او مسلکي مرستيال حافظ احمد جان ځدراڼ او د المپيکي چارو رئيس داد محمد پاينده اختري هم ګډون درلود، مولوي احمدالله وثيق د سيزر هاروني د استعداد ستاينه وکړه او د نوموړي ته يې د ورزش په برخه کې د هر ډول ملاتړ ډاډ ورکړ.

دغه راز ښاغلي وثيق زياته کړه، چې موږ تل د استعدادونو د رابرسيره کولو په هڅه کې يو او په بشپړ ډول يې ملاتړ کوو.

سيزر هاروني اوس ۱۰ کاله عمر لري، چې څلور کاله يې د مسلکي روزونکو د لاس لاندې مسلکي فوټبال کړی دی او هيله لري، چې يوه ورځ به د هېواد ملي لوبډلې ته لار مومي او د هېواد په نوم به لوبېږي.

بل لوري ته د سيزر هاروني پلار خسرو هاروني وايې، چې هيله لري يوه ورځ يې زوی د افغانستان ملي لوبډله کې ولوبیږي او هېواد ته وياړونه راوړي.

د يادونې وړ ده، چې څو ورځې وړاندې د هېواد ورزش ادارې د فوټبال يو بل با استعداده ستوری محمد عثمان هم وستايه او نوموړي ته يې د ورزش او زده کړو غوره زمينه برابره کړه.

Latest news

Mon, Aug 17 2026 5:49 PM
Background image

The Central Zone Water Polo Selection Competitions

The Central Zone Water Polo Selection Competitions, with the participation of 60 athletes from six provinces of the country, were launched in Kabul by the National Aquatics Sports. . .

Sun, Aug 16 2026 2:58 PM
Background image

in honor of the 24th of Asad,


At the sports festival organized by the Directorate General of Physical Education and General Sports in honor of the 24th of Asad, Afghanistan's Minister of Defense, Mullah Mohammad. . .

BACK TO NEWS