کندز؛ قلعه ذال ولسوالۍ کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ ترسره شوې
د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د والیبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت د قلعه ذال ولسوالۍ په اورته بوز سیمه کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ ترسره شوې.
د دغو سیالیو په پایلوبه کې تربوز ګذر لوبډلې خپلې سیالې ارساری لوبډلې ته د ۲۵/ ۱۸ امتیازونو په توپیر ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.
د یادو سیالیو موخه د والیبال لوبو ته وده ورکول او خلکو ته یوه سالمه تفرېح برابرول و، چې یوه شپه یې دوام وکړ.
