سمنگان؛ مرکز ایبک کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پيل شوې
د سمنګان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز ایبک کې له مرکز او ولسوالیو د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د څوارلس کلنو د فوټبال سیالۍ پيل شوې.
یادې سیالۍ په ګروهي ډول ترسره شوې، چې موخه یې د هېواد د شمال زون د ۱۴ کلنو فوټبال مقدماتي سیالیو ته د غوره لوبډلې موندل دي.
