بامیان؛ یکاولنګ ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د بامیان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د والیبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په یکاولنګ ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې.
د دغو سیالیو په پایلوبه کې سچک لوبډلې خپلې سیالې تګانه لوبډلې ته د ۳/۰ میدانونو په توپیر ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.
د یادو سیالیو موخه د والیبال لوبو ته وده ورکول و، چې دوې ورځې یې دوام وکړ.
د سیالیو په پای کې د بامیان ورزشي امریت له لوري غوره لوبډلې او لوبغاړو ته ورزشي ډالۍ ورکړل شوې.