ظغزني؛ اندړ ولسوالۍ کې د ۵۶ نېزه وهونکو ترمنځ د نېزه وهلو سیالۍ ترسره شوې

د غزني ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د وزلوبې، نېزه وهلو او دودیزو لوبو ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په اندړ ولسوالۍ کې د ۵۶ نېزه وهونکو ترمنځ د نېزه وهلو سیالۍ ترسره شوې، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.
د دغو سیالیو په پایله کې د ګیرو ولسوالۍ ورزشکارانو لومړی، حاجي اختر لوبډلې دویم او محمد جمیل لوبډلې بیا درېیم مقام خپل کړ.
د یادو سیالیو موخه د نېزه وهلو ورزش ته وده ورکول و، د سیالیو په پای کې غوره نېزه وهونکو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.