ننګرهار؛ دور بابا ولسوالۍ کې د ۵۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په دور بابا ولسوالۍ کې د ۵۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې.
د یادو سیالیو لومړۍ لوبه د کینګ سټار او ظاهر لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې پچه ظاهر لوبډلې وګټله او لومړی یې توپ وهنه وکړه، چې په ټاکلو لسو اورونو کې یې د نهو ویکټو په زیان خپلې سیالې لوبډلې ته د ١١٧ منډو هدف وټاکه. کینګ سټار لوبډلې ټاکلی هدف د څلورو ویکټو په زیان د لوبې په اتم اور کې ترلاسه کړ او د شپږو ویکټو په توپیر یې د دغو سیالیو لومړۍ بریا خپله کړه.
دا سیالۍ د ځوانانو لپاره د سالمې بوختیا په موخه پیل شوي دي، چې یوه نیمه میاشت به دوام وکړي.