کاپیسا کې د لسو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پای ته ورسېدې
د کاپیسا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت مرکز محمود راقي ښار کې د لسو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ د ریګروان لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه کې ریګروان لوبډلې د ۷ پر ۴ ګولونو په توپیر خپلې سیالې استقلال قلعه نو لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.
دا سیالۍ ورزش ته د ځوانانو د هڅولو په موخه ترسره شوې، چې یوه میاشت یې دوام وکړ.
