غزني؛ واغظ ولسوالۍ کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ ترسره شوې
د غزني ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په واغظ ولسوالۍ کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ ترسره شوې.
د دغو سیالیو په پایلوبه کې واغظ منتخبې لوبډلې خپلې سیالې د اندړ منتخبې لوبډلې ته د ۶/۲ ګولونو په توپیر ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.
د یادو سیالیو موخه د فوټبال لوبو ته وده ورکول او د ځوانانو ترمنځ یووالی رامنځته کول و، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.
د سیالیو په پای کې د ورزش مسوولینو له لوري غوره لوبډلې ته د اتلولۍ جام او غوره لوبغاړو ته ورزشي ډالۍ ورکړل شوې.
