د بدن ښکلا افغان ورزشکارانو د بدن ښکلا په اسیايي سیالیو کې درې د برنزو مډالونه وګټل

د بدن ښکلا ۵۷م پړاو اسیایي سیالیو کې د افغانستان د بدن ښکلا ملي لوبډلې څخه بیت الله ځدراڼ په منفي ۷۵، یاسر سمیر احسان په مثبت ۷۵ او نایب مبارز په ۸۵ کیلو ګرامه وزنونو کې هر یو د برنزو مډالونو ګټونکي شول.
دغو سیالیو کې له افغانستان څخه ۶ ورزشکاران او ۱ پلاوي ګدون لري.
یادې سیالۍ د ۲۸ هېوادونو په ګډون د ټایلنډ هېواد په کوربتوب په بنکاک ښار کې د روانې میلادي میاشتې پر ۱۸مه پیل شوي او تر ۲۵مې به دوام وکړي.