خوست کې د ١٦ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت مرکز اړوند چغۍ کلي کې د ١٦ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د حاجي ولي لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه د متون اتفاق او حاجي ولي لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې پچه متون اتفاق لوبډلې وګټله او لومړی یې توپ وهنه وکړه، چې په ټاکلو لسو اورونو کې یې د اتو ویکټو په زیان خپلې سیالې لوبډلې ته د ١٠١ منډې هدف وټاکه. حاجي ولي لوبډلې ټاکلی هدف د درېیوو ویکټو په زیان د لوبې په اووم اور کې ترلاسه کړ او د اوو ویکټو په توپیر یې د دغو سیالیو اتلولي وګټله.
دا سیالۍ د ځوانانو ترمنځ د یووالي په موخه ترسره شوې، چې یوه میاشت یې دوام وکړ.