غزني مرکز کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د فوټسال B درجې غوره ليګ سيالۍ پيل شوې
د غزني ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د فوټسال B درجې غوره ليګ سيالۍ پيل شوې.
د دغو سياليو په لومړۍ لوبه کې سنايي غزنوي لوبډلې خپلې سیالې افغان نوين لوبډلې ته د ۷/۲ ميدانونو په توپير ماتې ورکړه او لومړۍ بريا يې خپله کړه.
د يادو سياليو موخه د کال غوره لوبډلې موندل دي، چې ۴۵ ورځې به دوام وکړي.
